په ناسته کې د افغان-چین په ژورو تاريخي اړیکو، ښه ګاونډیټوب، دوه اړخیزو همکاریو او نیمه پاتي پروژو د بیا پیل په باب مثبتې خبرې وشوې.محترم ستانکزي صاحب له چین هیواد څخه د دوی د شارژدافیر په توسط په نورستان کې د لګیدلې اور د کابوکولو او وژنې لپاره د عاجلو مرستو غوښتنه وکړه.
په ځواب کې ښاغلي ينان وویل چې غوښتنه به یې سمدستي له خپل حکومت سره شریکه او تر لومړني ارزونې وروسته لازم اقدامات ترسره شي.دغه راز د ښاغلي ينان زیاته کړه چې حکومت یې چمتووالی لري په افغانستان کې پروژې پیل او له همدې لارې له افغانستان سره همکارۍ پيواړې کړي.