۲۷ ذُو ٱلْقَعْدَة ۱۴۴۳

نن د بهرنیو چارو وزیر د هیواد له یو شمیر هغو تجارانو او صنعت کارانو سره چي په دې ورستیو کي یې له عالیقدر امیرالمؤمنین صاحب سره لیدلي و غونډه تر سره کړه.

په دې غونډه کي د جناب امیرالمؤمنین صاحب د هدایاتو د عملي کېدو، تجارانو او صنعت کارانو ته دتسهیلاتو او د هیواد په جنوبي ولایاتو کي له زلزله ځپلو سره په مرستو خبري وشوې، ټولو تجارانو او صنعت کارانو ژمنه وکړه چي د خپل وس په اندازه مرستي په پکتیکا او خوست ولایتونو کي زیانمنو شویو کورنیو ته ولیږی .
محترم متقي صاحب د دوی د هلو ځلو او له زلزله ځپلو سره د مرستو مننه وکړه او دهر ډول همکاري ډاډ یې ورکړ.

MFA _Afghanistan

Read Previous

د ااا د بهرنیو چارو وزارت د ملګرو ملتونو دغه وروستۍ اقدام چې د اسلامي امارت په یو شمېر لوړ رتبه غړو لګیدلی بندیزونه یې د څه وخت لپاره لیري کړي دي هرکلی کوي او داخپل حق بولي چي دا بندیزونه له څنګه چي یې د دوحې په توافقنامه کي ژمنه شویې وه د ټول وخت لپاره لیري شي.

Read Next

‏نن د بهرنیو چارو وزارت له سیاسي معین الحاج شیرمحمد عباس ستانکزي صاحب سره په کابل کې د پاکستان سفیر ښاغلي منصور احمد خان وکتل او د داړو هیوادونو په دوه اړخیزو اړیکو، روان تجارت، په پاکستان کې د افغان مهاجرینو او یو شمېر اړوند موضوعاتو خبرې وشوې.

Leave a Reply