۱۵ شَوَّال ۱۴۴۵

نن د بهرنیو چارو وزیر محترم مولوي امیرخان متقي او مل پلاوي په تاشکند کې له افغان سفارت څخه لیدنه وکړه او ډیپلوماتانو سره یې د چارو د ښه والي په تړاو ناسته ترسره کړه او لازمې سپارښتنې یې ورته وکړې.

د یادونې وړ ده چې محترم متقي صاحب په تاشکند کې د افغانستان په مالي لګښت د سفارت لپاره له نوې جوړې شوې ودانۍ څخه هم لیدنه ترسره کړه چې په لنډ وخت کي به د سفارت چارې پکې پیل شي.