۲۷ ذُو ٱلْقَعْدَة ۱۴۴۳

‏نن د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي سره په کابل کې د روسیې سفیر ښاغلي دیمیتري زاروف او ورسره مل پلاوي وکتل.

د روسیې سفیر وویل چې هېواد يې غواړي په افغانستان کې خپل ډیپلوماتیک ماموریت لا پیاوړی کړي او افغانستان ته ځانګړې توجه وکړي.
دغه راز سفیر زیاته کړه چې روسيه غواړي ‏له افغانانو سره په ښوونیزه برخه کې د ظرفیت لوړونې په پار همکارۍ وکړي.
د بهرنیو چارو وزیر د روسیې له سفیر څخه مننه وکړه چې حکومت یې په روسیه کې له افغان سفارت او ديپلوماتانو سره لازمې همکارۍ کړي چې د دواړو هیوادونو تر منځ د مسایلو په اړوند به مثبتې پایلي ولري.‏محترم متقي صاحب وویل روسیه کولای شي چي د خپلو تولیداتو او صاداراتو د ټرانزیټ لپاره د افغانستان له لاري استفاده وکړي.
د ناستې په پای کې دواړو غاړو یو بل ته د لازیاتو همکاریو ډاډ ورکړ.

MFA _Afghanistan

Read Previous

‏نن د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې مرستيالې، آغلې کيلي کليمينټس او مل هيئت د بهرنيو چارو وزارت له سياسي معين، الحاج شير محمد عباس ستانکزي، سره په ستوري ماڼۍ کې وليدل.

Read Next

‏نن د ا. ا. ا. د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین الحاج شیر محمد عباس ستانکزي سره په کابل کې د ترکمنستان سفیر ښاغلي خواجه عوضوف وکتل.

Leave a Reply