۲۷ ذُو ٱلْقَعْدَة ۱۴۴۳

‏نن د قطر د امير د ملي امنيت مشاور محمد بن احمد المسند، ښاغلی دکتور مطلق القحطاني او مل هيئت د ااا د بهرنيو چارو وزير مولوي امير خان متقي او د اطلاعاتو او فرهنګ له وزیر محترم ملا خیرالله خیرخواه سره ملاقات وکړ او په دوه اړخيزو اړيکو يې خبرې وکړې.‏

محترم متقي صاحب وويل چې په تيرو لسو مياشتو کې افغانستان په ډېرو برخو لکه ښه حکومتولي، ښه ګاونډيتوب، اقتصاد، صادرات او امنيت کې فوقالعاده پرمختګونه لرلي او د يو لړ پاته مشکلاتو د حل لپاره هم جدي هڅې روانې دي.‏ښاغلي مسند خوشحالي څرګنده کړه چې افغانستان کې اوس امنيت تامين شوی او مستقلې فيصلې کوي چې موږ ته د يو ستراتيژيک ملګري په توګه دا پرمختګ ډېر مهم دی. همداراز يې زياته کړه چې د قطر د امير لخوا له دې پيغام سره راغلی چې د قطر-افغانستان ښه اړيکې يو اوږده سابقه لري او دا اړيکې به په ‏راتلونکې کې هم همداسې قوي پاته شي.

متقي صاحب ددوی د امير د دوستي د دوام پيغام څخه مننه وکړه او هغه موارد يې هم روښانه کړل په کوم کې چې قطر له افغانستان سره مرسته کولای شي لکه د سياسي او دپلوماتيک ملاتړ، پانګونه، اقتصادي پياوړتيا، بشري مرستې او د مخدره موادو ضد مبارزه.

MFA _Afghanistan

Read Previous

‏د ایران له اسلامي جمهوریت سره د اسلامي امارت د مسئولینو د دوامداره تماسونو په نتیجه کي هغه نظامي تجهیزات چې د تیرې ادارې د سقوط پر مهال ایران هیواد ته اړول شوي وو، د هغو له جملې څخه د ګڼ شمیر سپکو او درنو وسلو په شمول ‏هاموي شوبلې، رینجرې، د اور وژنې موټر او لسګونه عراده جات بیرته د افغانستان حکومت ته وسپارل شول.

Read Next

‏د افغانستان اسلامي امارت له سعودي عربستان شاهي دولت څخه مننه کوي چې د اسلامي پراختيايي بانک له لارې يې د افغانستان ولس لپاره ديرش مليونه ډالر د افغانستان بشري مرستو صندوق ته د مرستې په موخه ورکړې.

Leave a Reply