۲۷ ذُو ٱلْقَعْدَة ۱۴۴۳

‏نن د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې مرستيالې، آغلې کيلي کليمينټس او مل هيئت د بهرنيو چارو وزارت له سياسي معين، الحاج شير محمد عباس ستانکزي، سره په ستوري ماڼۍ کې وليدل.

‏په پيل کې محترم ستانکزي صيب وويل چې حکومت د نورو مهاجرتونو د مخنيوي او د مخکېنيو مهاجرينو د راستنولو هوډ لري، مګر د لسيزو جګړې، بې روزګارۍ، او بانکي او اقتصادي بنديزونو له کبله دغه کار ډېر دروند شوی او په دې برخې کې د نړيوالو مرستې ته اړ دي.‌‏همداراز يې په کوربه هيوادونو کې د مهاجرت له نړيوالو اصولو سره سم چلن د باوري کولو او د مهاجرينو د اسنادو او سفر اړوندو ستونزو په برخې کې د کډوالو د ادارې د مرستې غوښتنه وکړه.‏آغلې کيلي کليمينټس وويل چې د کډوالو اداره د داخلي بې ځايه شويو او د کډوالو د راستنېدنې لپاره د مناسب چاپيريال د رامينځته کولو له پاره کار کوي او دغه هدف ته د رسېدو لپاره په خپلو فعاليتونو او کارکوونکو په شمېر کې زياتوالی راولي.‏هغې زياته کړه چې د مهاجرينو ستونزې به کوربه هيوادونو ته د سفر په ترڅ او درې-اړخيزو غونډو کې مطرحې کړي.

محترم ستانکزي صيب د يادې ادارې د فعاليتونو د ښه تر سره کولو لپاره د حکومت د هر ډول اړين ملاتړ ډاډ ور کړ.

MFA _Afghanistan

Read Previous

‏نن د ماشومانو د ژغورنې مؤسسې د نړيوالو پروګرامونو رئيسې،‌ آغلې نورا اينګدال، او ور سره پلاوي يې د بهرنيو چارو وزارت له سياسي مرستيال، محترم الحاج شير محمد عباس ستانکزي، سره په ستوري ماڼۍ کې وليدل.

Read Next

‏نن د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي سره په کابل کې د روسیې سفیر ښاغلي دیمیتري زاروف او ورسره مل پلاوي وکتل.

Leave a Reply