Ministry of Foreign Affairs of Afghanistan

۲۴ جُمَادَىٰ ٱلْأُولَىٰ ۱۴۴۵

نن د م. م. د بشري حقونو د شوری ځانګړي راپور ورکونکي ريچارډ بنيټ د ا. ا. ا. د بهرنيو چارو وزير محترم مولوي امیر خان متقي سره وکتل.

ښاغلي بنيټ مننه وکړه چې د امارت لوړپوړو چارواکو سره ورته د ليدو کتو زمينه برابره شوې، ښه کوربتوب يې شوی، معلومات ورسره شريک شوي او ټولو کارو ته يې د لاسرسي زمينه برابره شوې. ده زياته کړه چې خپل راپور کې به ټول اړخونه راولي. متقي صاحب له ښاغلي بنيټ وغوښتل چې پخپل راپور کې دي د افغانستان د وضعيت رښتينی انځور وړاندې کړي او اوسنی وضعيت له تېر سره پرتله کړي ترڅو رامنځ ته شوی مثبت توپير په ګوته شي. په پای کې ښاغلي بنيټ وويل هڅه به وکړي چې راتلونکې کې خپل معلومات کره کړي.

Read Previous

نن د بهرنیو چارو له وزیر مولوي امیرخان متقي سره په کابل کې د ایران سفیر ښاغلي بهادر امینیان وکتل.

Read Next

نن د بهرنیو چارو له وزیر مولوي امیرخان متقي سره په کابل کې د ترکيې سفیر جهاد ارګینای وکتل او د دوه اړخیزو اړیکو په پياوړتيا یې خبرې وکړې

Leave a Reply