۰۹ شَوَّال ۱۴۴۵

نن ماښام د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي سره د اسلامي همکاریو د سازمان مرستیال او د افغانستان لپاره خاص استازي وکتل.

د او آی سي مرستیال او د افغانستان لپاره خاص استازي ښاغلي دكتور طارق علي بخيت په داسي حال کي چي په کابل کی د یاد سازمان د دفتر ریس هم ورسره وو ‏کابل ته خپل راتګ په اسلام اباد کې د اسلامي همکاریو د سازمان د ترسره شوي کنفرانس په ترڅ کې د شویو پریکړو د عملي کېدو تعقیب وباله او د افغانستان لپاره د وضع شوي وجهي صندوق د قانوني مراحلو د طی کېدو، بشري،انکشافي او پراختیايي مرستو، روان تعلیمي بهیر او مثبتو تحولاتو باندي خبرې وکړې
‏د او آی سي مرستیال وویل؛ د اسلامي همکاریو د سازمان غړي هیوادونه له افغانستان څخه حمایت کوي او د افغانانو ضرورتونه ورته اولویت لري چې د رفعه کولو په موخه به یې په کابل کې مرکزي دفتر خلاص کړي تر څو په ښه ډول سره د افغانانو ضرورتونه درک او ورته رسېدګي وکړای شي.
مقتي صاحب له دوی ‏څخه مننه وکړه چې د افغانانو د لاسنیوي په موخه یې کابل ته سفر را وکړ او حالت یې له نژدې ولید، دوی یې نېکبخته وبلل چې د یوه دین پاله، جهادپاله او د ۴ لسیزو جګړو ځپلي مظلوم ملت سره د همکارۍ ویاړ لري.
متقي صاحب وویل؛د خوښۍ ځای دی چې د نوي حکومت په راتګ سره په هیواد کې راغلي امنیت ‏زمینه مساعده کړه چې خیره مؤسسات، مرستندویه نړیوال سازمانونه او بنسټونه په ښه ډول سره اړمنو هیوادوالو ته مرستې رسولای شي او هیڅ خنډ او خطر یې په وړاندي وجود نلري.
دغه راز متقي صاحب د اسلامي همکاریو د سازمان په غړو هیوادونو ږغ وکړ چې د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ د ازادولو په اړه ‏دې هلې ځلې وکړې.
په پای کي دکتور بخیت وویل چي موږ به په کابل کي خپل دفتر تقویه کړو چي ډیر او ښه کار وکړای شي،‏زیاته یی کړه چي زه به د اسلامي همکاریو د سازمان راتلونکي غونډي ته د افغانستان په اړه تفصیلی راپور وړاندی کړم چي په رڼا کي به یې راتلونکي تصمیمونه نیول کیږی او زه به وخت په وخت کابل ته راځم.