۰۹ شَوَّال ۱۴۴۵

نن په بشري چارو کې د اسلامي همکاريو سازمان مرستيال او د افغانستان لپاره د ياد سازمان ځانګړی استازی، ښاغلی طارق علي بخيت، او ورسره مل پلاوي د بهرنيو چارو له وزير مولوي امير خان متقي سره په ستوري ماڼۍ کې وليدل.

ښاغلي طارق علي بخيت د افغانستان په اړه د اسلامي همکاريو سازمان د بهرنيو چارو وزيرانو د فوق العاده غونډې د پريکړه ليک د تطبيق په برخه کې شويو پرمختګونو، په دې لړ کې شويو مرستو، او کابل ته د اسلامي همکاريو سازمان د علماوو د راغلي پلاوي د سفر د موخو په اړه معلومات وړاندې کړل. ښاغلي طارق بخيت وويل چې د اسلامي همکاريو سازمان په افغانستان کې د ثبات پلوي دی او غواړي چې افغانستان سره د په بېلا بېلو برخو کي مرسته وکړي. د بهرنيو چارو سرپرست وزير د اسلامي همکاريو سازمان له مثبتې ښکېلتيا او د ياد سازمان د غړو هيوادونو د مرستو له کبله مننه وکړه، او ويې ويل چې د افغانستان اسلامي امارت ټولو هيوادونو، په ځانګړې توګه د اسلامي همکاريو سازمان غړو هيوادونو، سره د مثبتو اړيکو غوښتونکی دی.