Ministry of Foreign Affairs of Afghanistan

۱۱ رَبِيع ٱلْأَوَّل ۱۴۴۵

نن په کابل کې د روسیې فدراسیون سفیر ښاغلي دیمیتري ژیرنوف د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو له وزیر محترم مولوي امیر خان متقي سره وکتل

په پیل کې د روسیې سفیر د افغانستان په باب د مسکو فارمټ د راتلونکې ناستې په اړه د بهرنیو چارو وزیر ته معلومات وړاندې کړل. همداراز په دې ناسته کې د روسیې سفیر د بهرنیو چارو وزیر ته د افغانستان په تړاو د مسکو فارمټ په راتلونکې ناسته کې د ګډون بلنه هم ورکړه.
متقي صاحب د روسیې له بلنې څخه مننه وکړه او زیاته یې کړه چې مسکو فارمټ د سیمې ترمنځ د همغږۍ په رامنځ ته کولو کې مهم رول لوبوي. د بهرنیو چارو وزیر وویل چې د افغان حکومت پلاوو د مسکو په تېرو ناستو کې هم ګډون کړی و.
متقي صاحب هیله څرګنده کړه چې کابل او مسکو د دیپلوماتیکو اړیکو په چوکاټ کې له دې ناستې څخه ښه ګټه پورته کړي.
همداراز د بهرنیو چارو وزیر ښاغلي سفیر ته یادونه وکړه چې د روسیې په ویزو کې آسانتياوي رامنځته کړې تر څو تجاران او نور افغانان وکولای شي په اسانۍ روسیې ته سفرونه وکړي.

Read Previous

د ا.ا.ا. د بهرنيو چارو وزارت د لومړي سیاسی ریاست مرستیال ښاغلی مغفورالله شهاب په مشرۍ یو پلاوي اندونیزیا ته سفر وکړ.

Read Next

په هیواد کي د وروستي سیاسي وضعیت، نړیوالو تعاملاتو او راغلو مثبتو پرمختګونو په اړه د بهرنیو چارو وزیر وینا لنډه برخه

Leave a Reply