– د پاسپورت چارو څانګه: دا ریاست د پاسپورت په برخه کې د افغانستان د پاسپورتونو او د پاسپورت د تمدید اسټیکرو تخنیکي چاری لکه طرح او ډیزاین او ټول مشخصات د مربوطه اداراتو په همغږي ترسره کوي او دننه په افغانستان کې ټولو دولتی کارکونکو ته د خدمت او ځانګړی (مخصوص) پاسپورتونه د اصولو مطابق صادروی او یاد پاسپورتونو ته د بهرنیو هیوادونو د ویزو د ترلاسه کولو چاری پر مخ بیایی، همدارنګه دا ریاست بهر کې ټولو بهر میشتو افغانانو ته د عادی پاسپورتونو د توزیع او صادرولو مدیریت او رهبری د اوه ګوني حوزو له لاری ترسره کوي.