۲۷ ذُو ٱلْقَعْدَة ۱۴۴۳

پرون د افغانستان اسلامي امارت لوړ رتبه پلاوي د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي په مشرۍ د ترکیې هيواد ديني امورو مشر دوکتور علی ارباس او د علماء مل هیئت سره وکتل.

په ليدنه کې دوکتور ارباس د ا.ا.ا هيئت هرکلی او له افغانستان سره يې تاريخي، ديني او کلتوري اړيکو يادونه وکړه. محترم متقي صاحب له دوئ مننه وکړه او ویې ويل چې ترکيه او افغانستان به د دواړو هيوادونو د ښو تاريخي اړيکو په بنا د اړيکو يو نوی مثبت باب پرانيزي.

MFA _Afghanistan

Read Previous

نن ماښام د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر د افغان پلاوي په درناوي کي میلمستیا کړې وه چی د ترکیې حکومت کن شمیر لوړ رتبه چارواکو هم پکي ګډون کړی و او په ډیره صمیمانه فضاء کي د دواړو هیوادو په اړیکو او اړونده موضوعاتو خبري وشوي.

Read Next

نن د افغانستان اسلامي امارت لوړ رتبه پلاوي د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي په مشرۍ د ترکیې هیواد د سرې مياشتې (ترک کيزيلې) له عمومي رئیس دوکتور ابراهيم التان او مل هیئت سره وکتل

Leave a Reply