Ministry of Foreign Affairs of Afghanistan

۱۱ رَبِيع ٱلْأَوَّل ۱۴۴۵

پرون د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سپين بولدک-چمن د تګ راتګ پر لاره خواشینوونکې پېښه رامنځ ته شوه چې دواړو خواوو ته یې مرګ ژوبله هم واړوله.

‏د دغه ډول پېښو تکرار د افسوس وړ دی، اسلامي امارت په خپله برخه کې جدي هڅه کوي چې د داسې پېښو مخنیوی وشي او د پاکستان له حکومت څخه هم غواړو چې د داسې پاروونکو کړنو مخنیوي ته جدي توجه وکړي چي د تاوتریخوالي سبب ګرځي او د دواړو هېوادونو پر اړیکو منفي اغېز کوي.

Read Previous

‏نن په کابل کې د چین سفیر وانګ یو د ا.ا.ا د بهرنیو چارو مرستیال وزير محترم شېر محمد عباس ستانکزي سره وکتل او د علاقې وړ موضوعاتو په اړه یې ورسره خبرې وکړې.

Read Next

نن د بهرنيو چارو وزارت سياسي معين الحاج شير محمد عباس ستانکزي د افغانستان لپاره د ازبکستان ځانګړي استازي عصمت الله ایرګشوف سره له ازبکستان څخه د وارداتي برېښنا په لېږد کې د ستونزو له امله اړه ټليفوني خبرې وکړې.

Leave a Reply