۱۸ رَمَضَان ۱۴۴۵

پرون د بهرنيو چارو وزير مولوي امير خان متقي په مشري د ا.ا.ا لوړپوړي هيئت د قطر هيواد د لومړي وزير مرستيال او بهرنيو چارو وزير شيخ محمد بن عبدالرحمن آل ثاني سره وکتل.

په دې ناسته کې په یو لړ سیاسی او اقتصادي موضوعاتو بر سیره د افغانستان د ميدانونو د قرارداد په هغو ټکو خبرې وشوې چې لا تروسه پرې دواړه طرفونه توافق ته نه دي رسېدلي. په ليدنه کې دواړو خواوو هغه ټکي مشخص کړل چې لا زيات بحث او وضاحتونو ته اړتیا لري. د پلان سره سم د افغانستان، قطر او ترکیې تخنيکي ټیمونه په ګډه کار کوي څو د هوایي ډګرونو فعالېدو اړوند یوې هوکړې ته ورسېږي.