Ministry of Foreign Affairs of Afghanistan

۲۴ جُمَادَىٰ ٱلْأُولَىٰ ۱۴۴۵

پرون د بهرنیو چارو له وزیر مولوي امیرخان متقي صاحب سره په کابل کي د چاپان سفیر ښاغلي تاکاشي اګادا وکتل.

په ناسته کي په دوه اړخیزو اړیکو او سیاسي وضعیت په اړه خبرې وشوې. د چاپان سفیر په خپلو خبرو کې څرګنده کړه چې د متفاوتو نظرونو له شتون سره سره یې هیواد له افغان چارواکو سره ‏د تعامل پلوی دی.
دغه راز محترم متقي صاحب په کلې ډول د افغانستان وضعیت مثبت وباله او زیاته یې کړه چې سیمه او نړۍ دي د مثبتو پرمختګونو په نظر کي نیولو سره واقعبین ووسي تر څو د همکارۍ او هماهنګۍ د فضاء په رامنځته کولو سره پرمختګونو او تعامل ته لاره هواره شي

Read Previous

نن جمعه، د ١٤٠٢ هجري شمسي کال د حمل ١٨ مه، اسلام آباد کې د افغانستان سفارت او کراچۍ کې د هېواد جنرل کونسلګرۍ د هلو ځلو په ترڅ کې د پاکستان هیواد د سیند ایالت له زندانونو څخه ٢٠٨ تنه افغان بندیان را خلاص او په دولتي مصارفو خپل هیواد ته راولېږدول شول.

Read Next

د بهرنیو چارو وزارت، په تهران کې د افغان سفارت او زاهدان کې د جنرال کونسلګرۍ په هڅو د ایران په زاهدان ښار کي د ځایي حکومت له لوري نیول شوي لسګونه طالب العلمان چې د دیني زده کړو لپاره تللي وو او د قانوني اسنادو د نشتون له کبله زنداني شوي و را خلاص او خپل هیواد را ستانه کړل شول

Leave a Reply