‏پرون د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي د ایران اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر محمد حسین امیر عبداللهیان سره په چین کې وکتل.

په دغه ناسته کې چې د معدن او پټرولیم وزیر محترم شیخ دلاور او اقتصاد وزیر محترم قاري دین محمد حنیف او ‏د ایران د ولسمشر خاص استازی ښاغلي کاظمي قومي هم برخه لرله ناستو لوریو په افغانستان کې د اګسټ د ۱۵مې له تحول وروسته سیاسي، اجتماعي او اقتصادي وضعیت وارزوه.
مولوي امیر خان متقي په خپلو خبرو کې د حکومتولۍ، اقتصاد او امنیت په برخو کې د افغان حکومت د‏لاسته‌راوړنو په باب هراړخیزې خبرې وکړې.
دواړو لوریو هیله څرګنده کړه چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د شوو توافقاتو پلي کولو ته به په ګډه هڅې کوي تر څو له شته فرصتونو ګټه واخلي او د همسایه هیوادونو په توګه یو له بل سره همکار واوسي.

MFA _Afghanistan

Read Previous

‏د ااا د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي او مل پلاوي په چین کې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف سره وکتل.

Read Next

‏د ا.ا.ا دمعدن او پټرولیم وزیر محترم شیخ شهاب الدین دلاور صاحب په چین کې د مس عینک پروژې د چینايي دولتي قراردادي کمپنۍ له استازي سره وکتل.

Leave a Reply