۰۹ شَوَّال ۱۴۴۵

پرون مازيګر د افغانستان او ازبکستان پولې ته څېرمه اته راکټونه توغول شوي، چې ځیني يې په افغانستان کې او څه یې د ازبکستان خاورې ته اوښتي.

امنيتي مسئولين سمدستي د پېښې ځای ته رسېدلي او پلټنې يې پيل کړي د عاملينو د موندلو او نيولو په موخه په سيمه کې جدي هڅې روانې دي. داچي دښمن په تیرو لسو میاشتو کي په کوم جدي ګواښ پېښولو ونه توانېد اوس دا ډول بې ارزښته کړنو ته لاس اچوي چي هیڅ کله به د دواړو دوستو هیوادونو ترمنځ اړیکي خرابي نه کړای شي. ازبکستان له افغانستان سره ډېرې نژدې او دوستانه اړيکې لري. د دواړو هېوادونو ترمنځ د لوړپوړو چارواکو وروستي سفرونه ښيي، چې دواړه هېوادونه ډېرې مشترکې ګټې لري. د ا. ا. ا. په باور، دغه ډول ورانکارې کړنې د هغو کړيو کار دی، چې غواړي د دواړو هېوادونو اړيکو کې ستونزې جوړې کړي. زموږ امنيتي مسئولين د افغانستان د پولو امنيت ته ځانګړې پاملرنه کوي او هېچا ته به فرصت ورنه کړي چې د افغانستان خاوره د بل هېواد پرخلاف وکاروي.