پرون ماښام د ا. ا. ا. د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي له خپل ایراني سیال امير عبداللهيان سره پر ځینو دوو اړخيزو موضوعاتو تلیفوني خبرې وکړې.

په دغه تلیفوني مکالمه کې په ایران کې د افغان مسافرو او مهاجرو پر عمومي ستونزو، وروستیو پيښو، دوو اړخیزو اړیکو، دیپلوماتیکو استازولیو او دیپلو ماتانو د ښه امنیت، تجارت، اقتصاد او ځینو نورو اړینو موضوعاتو باندي تفصیلي خبري وشوي.
متقي صاحب وویل چې په نژدې راتلونکي کې به يو افغان پلاوی ايران ته سفر وکړي او هلته به د مېشتو افغان مهاجرو او بنديانو په اړونده موضوعاتو خبري وکړي.
دواړو لوریو څرګنده کړه چې ځینې مغرضې کړۍ هڅه کوي چې د رسنيو  په کارولو سره د افغان-ایران ولسونو تر منځ کرکه او نفرتونه ایجاد کړي او تاوتریخوالې ته لاره هواره کړي. د دغو ستونزو د مخنیوي لپاره په ډير ټینګار سره دواړو لوريو ژمنه وکړه چې چاته به اجازه نه ورکوي تر څو د دواړو دوستو او همسایه هیوادونو او ولسونو تر منځ د بد نیت فضاء ایجاد او واټن رامنځته کړي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر د اسلامي امارت د مشرتابه له لوري د مخدره موادو د کر، پير او پلور د بندیدو په فرمان خوښي څرګنده کړه او له افغان بزګرو سره یې د بدیل معيشت په رامنځته کولو کې د همکارۍ ډاډ څرګند کړ.
متقي صاحب د ایران له ښاغلي وزیر عبدالهیان څخه د ښه نیت د څرګندولو مننه وکړه او ویې ویل، هڅې یې دادي چې افغان بزګرو ته د ایراني زراعت د نقل، ترویج او استفادې زمینه برابره شي تر څو د مخدره توکو پر ځای منل شوی ګټور زراعت وده وکړي.
دغه اوږدې تلیفوني خبرې د دوو اړخیزو اړیکو د لا پیاوړتیا او د طرفینو د ښه نیت  په ښودلو سره پای ته ورسېدې.

MFA _Afghanistan

Read Previous

په سویډن کې د قرآن کریم د سوځولو په اړه د ا.ا.ا. د بهرنیو چارو وزارت اعلامیه !

Read Next

‏د ا. ا. ا. د بهرنیو چارو وزارت په خواله رسنیو کې هغه اوازې په کلکه ردوي چې ګواکې د افغانستان له خاورې څخه د ګاونډي هېواد ازبکستان پر ترمذ ښارګوټي راکټي بریدونه شوي.

Leave a Reply