د سویډن هیواد په لینکوفینګ ښار کې د قرآن کریم نسخې ته اور اچول شوی چې اسلامي امارت دغه اسلام ضدکړنه په کلکو ټکو غندي او د سویډن په حکومت ږغ کوي چې د یادې پیښې عاملینو ته درنه سزاء ورکړي او د نورو دغه ډول پيښو چې اسلامي مقدساتو او شعائرو ته پکې سپکاوی ترسره کیږي مخه ونیسي.
داسي ویل کیږي چې د یاد جنایت ترسره کونکي د کړي عمل د بیا تکرار طرحه لري، که احیاناً دغه افراطي عمل بیا ترسره شي په ټوله نړۍ کې به د مسلمانانو احساسات راوپاریږي چې پایلې به یې د ټولي نړۍ لپاره ښې نوي، د سویډن د حکومت مسئولیت دی چي د داډول شریرو کړیو د شرارت د مخنیوي لپاره جدي ګامونه واخلي.