Ministry of Foreign Affairs of Afghanistan

۲۴ جُمَادَىٰ ٱلْأُولَىٰ ۱۴۴۵

په کابل کې د چین ولسي جمهوریت سفیر ښاغلي جاو شینګ د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر محترم مولوي امیر خان متقي سره وکتل.

په دې ناسته کې د افغانستان او چین د دوو اړخیزو دیپلوماتیکو اړیکو د سطحې پر لوړولو او ګڼو نورو دوو اړخیزو امنیتي او اقتصادي موضوعاتو اووروستیو سیمه ییزو پرمختیاوو خبرې وشوې.

په سر کې د بهرنیو چارو وزیر چین ته د خپل وروستي سفر پرمهال د هغه هېواد د مېلمه پالنې او د بحثونو له ښو نتایجو څخه خوښي څرګنده کړه او زیاته یې کړه چې چین سره د ا.ا. دوې اړخیزې اړیکې مخ په پراختیا دي.‏د چین سفیر په خپل وار افغانستان سره د خپل هېواد اړیکې ښې وبللې او د دیپلوماتیکو اړیکو د لا پراختیا په باب یې د خپل هېواد لېوالتیا په ډاګه کړه.

په دې ناسته کې له پاکستان څخه د افغان مهاجرینو د جبري اخراج په تړاو هم خبرې وشوې او متقي صاحب د افغان مهاجرینو د هرکلي اوځای پر ځای کېدو په تړاو د افغان حکومت پر تدابیرو رڼا واچوله. د بهرنیو چارو وزیر همداراز چینايي سفیر ته د ساړه ژمي په شروع کي د مهاجرینو د جبري اخراج، د هغوی د اموالو او نورو حقوقو د نه ورکړي او نورو ګڼو ستونزو په باب توضیحات ورکړل.‏د چین سفیر هیله څرګنده کړه چې د افغانستان او پاکستان حکومتونه وتوانېږي دغه ستونزه په ښه ډول اواره کړي او په دې اړه یې د خپل هېواد د مرستې چمتووالی وښود.

Read Previous

‏د ملګرو ملتونو د سرمُنشي ځانګړې استازې او د يوناما مشرې، آغلې روزا اتونباييفا، د ا.ا.ا. د بهرنيو چارو له وزير، محترم مولوي امير خان متقي، سره وکتل.

Read Next

له پاکستان څخه د افغان مهاجرینو د جبري ويستلو او په اړه یې د اسلامي امارت د دریځ او فعالیت په هکله له بي بي سي سره د ا.ا.ا. د بهرنیو چارو سرپرست وزیر محترم مولوي امیر خان متقي تفصیلي مرکه.

Leave a Reply