۱۸ رَمَضَان ۱۴۴۵

‏تېره ورځ د افغانستان-پاکستان لپاره د برېتانيې هیواد ځانګړي استازي نايجل کېسي او مل هيئت د ا.ا.ا د بهرنيو چارو د سرپرست وزير مولوي امير خان متقي سره د ناروې په پلازمېنه اوسلو کې وليدل.

‏ښاغلي کېسي وويل؛ موږ يوه نوي پړاو ته داخل شوي يو، افغانستان سره مو بشري مرستې کړي او اوسمهال له نړيوال بانک سره په خبرو بوخت يو ترڅو وکولای شو په صحت، تعليم او د معاشاتو برخه کې همکارۍ وکړو.‏محترم متقي صاحب د دوی له کړو مرستو او هڅو مننه وکړه، د امنيت په اړه يې ډاډ ورکړ او زياته يې کړه چې نوی سياسي پړاو بايد د همکاريو له لارې مخته ولاړ شي تر څو نوی حکومت د افغانانو مشکلات په ښه ډول حل او شته ستونزې هوارې کړي.