
پيل کې د بهرنيو چارو وزير د قزاقستان له بشري مرستو او په نړيواله کچه يې له افغانستان څخه د ملاتړ مننه وکړه.
ښاغلي متقي همداراز د قزاقستان سوداګريز پلاوي ته ډاډ ورکړ چې د وروستي تحول په پايله کې د ډاډمن امنيت پرمټ افغانستان کولای شي قزاقستان له سویلي اسيا سره ونښلوي.
د بهرنيو چارو وزير همدارنګه له قزاقستان څخه وغوښتل چې په تخنيکي او نورو برخو کې افغان زدهکوونکو ته سکالرشپونه ورکړي.
د قزاقستان د سوداګرۍ وزير وويل، د افغانستان اقتصادي بيارغونه دوی ته مهمه ده او دوئ يوازې د دې په لټه کې نه دي چې افغانستان ته خپل صادرات ولېږي، بلکې غواړي د افغانستان له لارې خپل صادرات نورو هېوادونو ته ورسوي.ښاغلي سلطانوف زیاته کړه چز قزاقستان لېواله دی چې د ازبکستان او افغانستان له لارې يې هېواد د رېل پټلۍ پرمټ پېښور او همداراز د هرات له لارې د ايران چابهار ته لار ومومي.
نوموړي همداراز و ویل چې ۲۵۰ قزاقستاني شرکتونه افغانستان سره په اړيکه دي چې له دې ډلې یې د ۱۶ شرکتونو استازي کابل
ته راغلي او نږدې ورځو کې به نور پانګوال هم تشریف راوړي. ښاغلي سلطانوف وویل چې حکومت یې چمتو دی چې افغانستان سره بانکي روابطو تسهیل، د پروازونو بیاځلي پېل او افغان زدهکوونکو ته بېلابېلو برخو کې سکالرشيپونو برابرولو ته ادامه ورکړي.
په پای کې دواړو لوريو په راتلونکي کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سياسي او اقتصادي اړيکو د لا پراختيا ژمنه وکړه.