۱۰ شَوَّال ۱۴۴۵

‏نن د يو لړ خاصو مراسمو په ترڅ کې د ازبکستان هیواد بشري مرستې د حیرتان بندر له لارې مزار شریف ښار ته راورسېدې چې د یاد هیواد ځانګړي استازي ښاغلي ایرګشوف له لورې د ااا بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین محترم شيرمحمد عباس ستانکزي او مل پلاوي ته وسپارل شوې

په نیول شویو مراسیمو کې

‏ښاغلی ایرګشوف زیاته کړه چې غواړی د رېل پټلۍ لیکه تر تورخم پورې وغځوي او په دې سره به افغانستان په ټرانزیټي مرکز بدل شي.
ښاغلي ستانکزي د دوی د خلګو له لورې د رالیږل شویو مرستو او دوستانه دریځ څخه مننه وکړه د رېل پټلۍ په ګډون یې د ټولو اقتصادي پروژو څخه ملاتړ څرګند کړ.