۱۸ رَمَضَان ۱۴۴۵

تیره ورځ د ااا او ایران اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیرانو ترمنځ په پکتیکا او خوست کې د زلزلې له امله د متضرینو د پوښتنې او مرستو په هکله تلیفوني خبرې وشوې.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر ښاغلي امیر عبداللهیان لومړۍ په پکتیکا او خوست کې د زلزلې له امله د اغېزمنو شویو هیوادوالو پوښتنه وکړه، شهیدانو ته یې د مغفرت دعاء وکړه او زخمیانو ته یې د عاجلې روغتیا هیله وکړه،دغه راز ښاغلي عبداللهیان محترم متقي صاحب ته ډاډ ورکړ چې له زلزله ځپلو سره به لازمې مرستې ترسره کوي. محترم مقتي صاحب د ایران له خارجه وزیر امیرعبداللهیان څخه مننه وکړه چې بشري مرستې یې کړې دي او ځان یې له افغان ولس سره په دې ستر غم کې شریک او خواخوږی وباله. د بهرنیو چارو وزیر په دغه تلیفوني مکالمه کې له خپل ایراني سیال سره هیلمندي څرګنده کړه چې له ایران هیواد سره به یې د پياوړو او ژورو اړیکو له لارې دتجارت په شمول ټول مشترکات وده وکړي او د دوه همسایه هیوادونه به نور هم یو له بل سره همکار پاتي شي.