۱۸ رَمَضَان ۱۴۴۵

د ااا د بهرنيو چارو وزير محترم مولوي امير خان متقي په کابل کې د چين ولسي جمهوريت له سفير ښاغلي وانګ يو سره وکتل.

په ناسته کې پر دوو اړخيزو اړيکو، د افغانستان او چين د بهرنيو چارو وزيرانو پر وروستۍ ليدنې، ګډې سوداګرۍ او په ځانګړې توګه چين ته د افغانستان د جلغوزو پر صادراتو خبرې وشوې. د محترم متقی صاحب په غوښتنه چينايي لوري ژمنه وکړه چې افغان سوداګرو ته به د چين د ويزو په برخه کې لازمې اسانتياوې برابروي‌. د بهرنيو چارو وزير له چين څخه مننه وکړه چې د دوو هېوادونو ترمنځ د سياسي او تجارتي اړیکو د پراختيا په برخه کې هڅې کوي.