۱۵ شَوَّال ۱۴۴۵

‏د ااا د بهرنیو چارو وزیر محترم مولوي امیر خان متقي نن د چین ولسي جمهوریت له سفیر ښاغلي وانګ یو سره وکتل.

دواړو لوریو د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي اړیکو پر پراختیا، په افغانستان کې د لمریزې برېښنا او کانونو په برخه کې د چین پانګونې، دوه اړخیزې سوداګرۍ ودې او
‏ځینو نورو موضوعاتو په باب خبرې وکړې.

د چین سفیر د افغانستان نوي حکومت سره یې د هېواد د سیاسي اړیکو پر پراختیا خبرې وکړې. د بهرنیو چارو وزیر د چین له رغنده دریځ څخه هرکلی وکړ او د دواړو هېوادونو په اړیکو کې يې پرمختګونه د قدرداني وړ وبلل.‏متقي صاحب د ا.ا د بهرنیو چارو وزارت او چین د بهرنیو چارو وزارت تر منځ د بشري مرستو او اقتصادي بیارغونې میکانیزمونو د وروستۍ پر لیکه ناستې د پایلو او پرمختګونو ستاینه وکړه، او د جلغوزیو د صادراتو په برخه کې د چین له خوا د وروستیو اسانتیاوو د رامنځ ته کولو له امله هم مننه وکړه.‏همداراز افغان لوري د چین له سفیر څخه وغوښتل چې په کومو کانونو کې چې چین پانګونه کړې ده، کار کې یې باید لازمه چټکتیا راشي.

د چین له سفیر نه یې غوښتنه وکړه چي چین کي د افغان محصلینو د ستوزو حل کی مرسته وکړي.