۱۵ شَوَّال ۱۴۴۵

د افغانستان اسلامي امارت د هندوستان د هغې پریکړې هرکلی کوي چې یو ځل بیایې په کابل کې خپل سفارت ته دیپلوماتان او کاري ټیم را واستول او غواړي چې د افغان ولس سره خپلو اړیکو او بشري مرستو ته ادامه ورکړي.

افغانستان ته د هندوستان د دیپلوماتانو راتګ او سفارت بیا فعالول دا په ډاګه کوي چې په افغانستان کې خوندي چاپيریال را منځته شوی دی او د هر ډول سیاسي او دیپلوماتیکو حقوقو درناوی یې کیږي. د افغانستان اسلامي امارت ټولو شته سفارتونو ته ډاډ ورکوي چې ددوی د سفارتونو امنیت ته به د نړیوالو دیپلوماتیکو اصولو سره سم پاملرنه کیږي. اسلامي امارت پر نورو هیوادونو هم غږ کوي چې په افغانستان کې خپل دیپلوماتیکو مراکزو ته راشي او خپل سفارتونه خلاص کړي.