۰۹ شَوَّال ۱۴۴۵

د افغانستان له پاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي، توماس نيکلاسن، د بهرنيو چارو له سرپرست وزير، مولوي اميرخان متقي سره وکتل

په دې کتنې کې دواړو لوريو د بېلابېلو مسايلو په اړه خبرې او د نظرونو تبادله وکړه. ښاغلي نيکلاسن د اقتصادي وضعيت د پياوړتيا، ښوونې او روزنې، خلکو ته د کار د خوندي فُرصتونو د برابرولو په اړه د هڅو د دوام او امنيتي مسايلو په اړه خپل نظريات شريک کړل. همداراز يې ټينګار وکړ چې د ټولو ستونزو د هواري يوازېنۍ لاره د “خبرو اترو په ادامې” کې نغښتې. په تعقيب يې، د بهرنيو چارو سرپرست وزير پر دې ټينګار وکړ چې د افغانستان له خاورې به هيچا ته ګواښ نه پيښيږي. نوموړي همدارنګه د سرتاسري امنيت، د خلکو د ژوند د ښه کولو له پاره د پرېکنده هوډ د موجوديت او نورو پام وړ موضوعاتو په اړه مفصلې خبرې وکړې. په پای کې دواړو لوريو د افغانستان او اروپايي ټولنې تر مينځ د داسې همکاريو پر پياوړتيا ټينګار وکړ چې د خلکو د ژوند د وضعيت د ښه والي لامل شي.