۱۸ رَمَضَان ۱۴۴۵

د بهرنيو چارو وزير مولوي امير خان متقي او د ماليې وزير ملا هدايت الله بدري په ترمذ کې د افغانستان د قونسلګرۍ ليدنه وکړه.

د بهرنيو چارو وزير د قونسلګرۍ کارونه له نږدې وليدل، د مسئولینو نظریات يې واورېدل او د هغوی د خدمت ستاینه یې وکړه. د بهرنيو چارو وزير ديپلوماتان او محلي کارمندان متوجه کړل چي له دې وروسته به د تجارت او ترانزټ د زیاتوالي له امله د ترمذ د قونلسګیرۍ اړوند کارونه ډیریږي چي باید پوره امادګي ورته ولري.