
دغو ناستو کې د کابل، مزار شریف، کندهار او هرات هوایي ډګرونو پر نړېوالو معیارونو د عملیاتي خدمتونو عرضې او پراختیا برخه کې ګټورې خبرې وشوې. افغان پلاوي په دې برخه کې د تېرو تخنیکي بحثونو او پرمختګونو په رڼا کې د یادو هوايي ډګرونو معیاري عملیاتي خدمتونو وړاندې کولو،زیربنایي پروژو تطبیق او پراختیا او همدا راز هوایي حریم ټرافیکو د تنظیم خدمتونو برخه کې پر ډیرو موضوعاتو ګټور بحثونه وکړل او د پاتې لاینحله برخو حل په موخه یې خپلې مشخصې غوښتنې او وړاندیزونه قطر – ترک لوري ته وړاندې کړل. د مشخصو وړاندیزونو حل او ځواب په اړه به تخنیکي ټیمونه له خپل مشرتابه سره له سلا مشورو وروسته خپل موقف په نږدې ټاکلې موده کې یو له بل سره شریکوي او په رڼا کې به یې پرېکړه کوي.