۰۶ شَوَّال ۱۴۴۵

د بهرنیو چارو له وزیر مولوي امیر خان متقي صاحب سره په کابل کې د او آی سي د فتر رئیس ښاغلي دوکتور محمد سعید آل عیاش وکتل.

په ناسته کې په اړوندو موضوعاتو، اسلامي همکاریو، د اړیکو په تداوم او پیاوړتیا، د شویو ژمنو په تعقیب او تر سره شویو عملي اقداماتو خبرې وشوې. ښاغلي آل عیاش وویل؛ د اسلامي همکاریو د سازمان غړي هیوادونه د افغان ولس د لاسنیوي نیت لري او په دې تړاو یې خپل نیک نیت او امادګي څرګنده کړي ده. محترم متقي صاحب له ښاغلي آل عیاش څخه د یاد سازمان له لوري د همکاریو مننه وکړه او زیاته یې کړه چې د او آی سي سازمان غړي هیوادونو څخه مو هیله ده چې افغانستان سره خپلې همکارۍ دوامداره وساتي او له رامنځته شویو فرصتونو څخه په ښه ډول استفاده وشي.