۱۷ رَمَضَان ۱۴۴۵

د دوشنبې په سهار د ااا د بهرنيو چارو وزير محترم مولوي امير خان متقي د افغانستان په اړه د او آی سي نړيوال کانفرانس نه وروسته د افغانستان لپاره د جاپان سفير ښاغلي تاکاشي اوکادا سره وکتل.

په ليدنه کې د افغانستان بشري او اقتصادي حالاتو په اړه خبرې وشوې چې ترڅ کې يې ښاغلي اوکادا د جاپان له لوري له افغانستان سره سل ميليون ډالر مرسته اعلان کړه چې محترم متقي صاحب يې هرکلی وکړ.