۱۵ شَوَّال ۱۴۴۵

نن د افغانستان او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو تاشکند کي سره وکتل. دواړو لوریو د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر سیاسي، اقتصادي او بشري همکاریو هراړخیزې خبرې وکړې.

په سر کې د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي د افغانستان له وروستیو زلزله‌ځپلو سره د پاکستان د بشري مرستو له املهمننه وکړه او خپل پاکستاني سیال ته یې وویل، چې افغانستان ته د امنیت او ثبات له راګرځېدلو سره د دواړو هېوادونو، بلکې د سیمې د هېوادونو ترمنځ د اقتصادي راکړې ورکړې او ترانزټ ښه فرصت برابر شوی دی. متقي صاحب وویل، اوس د مرکزي اسیا او جنوبي اسیا سوداګریز توکي د افغانستان له لارې یوهاو بل هېواد ته لېږدول کېږي. متقي صاحب همداراز له ښاغلي بلاول زرداري څخه وغوښتل چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د خلکو په تګ راتګ کې همدارنګه د تجارت په برخه کي اسانتیاوې برابرې کړې. ده زیاته کړه، چې میلیونونه افغانان لا هم په پاکستان کې د مهاجرینو په توګه ژوند کوي او اړ دي چې خپلوطن ته تګ راتګ ولري. بلاول بوټو زرداري په خپل وار په افغانستان کې د وروستۍ زلزلې او سیلابونو له امله د خپلې خواخوږۍ مراتب وړاندې کړل او زیاته یې کړه چې د پاکستان لومړي وزیر په دې باب د افغانستان له رئیس الوزرا سره ټیلیفوني خبرې وکړې او د پروخت مرستو رسولو ژمنه یې وکړه. د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر وویل، افغانستان نه یوازې د خپل، بلکې د ټولې سیمې په اقتصادي وده او ټرانزيټ کې مهم رول لوبولی شي. ده وویل، افغانستان کې امن پاکستان ته د انرژۍ د انتقال نوي فرصتونه برابر کړي دي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر وویل، نړۍ به پر تاسو نیوکې کوي؛ خو ستاسې د لاسته‌راوړنو هم باید قدردانی وشي. ښاغلي زرداري په افغانستان کې د امنیت د تامین په برخه کې د افغان حکومت هڅې وستایلې او دا یې له نړۍ سره د باورجوړونې پر لور مهم ګام وباله. ده زیاته کړه، چې د افغانستان-پاکستان ترمنځ د لارو د سهولت په باب توجه کوي او ټولې اسانتیاوې به برابري کړي