۰۹ شَوَّال ۱۴۴۵

نن د افغانستان لپاره د بریطانیا د سفارت شارژد افير هوګو شورټر او مل هئیت د ا.ا.امارت د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي سره په دوحه کې وکتل.

د بریطانیې هئیت په افغانستان کې د وروستی زلزلې له امله په ځاني او مالي تلفاتو خپګان او غمرازي څرګنده کړه او زیاته یې کړه چې د زلزله ځپلو لپاره یې په عاجله توګه ۳.۵ ملیون پاونډه مرسته اعلان کړې او په نږدې راتلونکې کې به نورې بشري مرستې هم اعلان کړي. همداراز، د هیواد په عمومي وضعیت، اقتصادي مرستو، تعلیم او نورو سیاسي مسائلو هم تفصیلي خبرې وشوې. د بریطانیا شارژد افیر د دوی له لوري وروستی خپرې شوې اعلامیې ته په اشارې سره وويل چې یاد هیواد په افغانستان کې د خشونت له لارې د سياسي اهدافو په ترلاسه کولو کې د هیڅ چا ملاتړ نه کوي. نوموړي زیاته کړه چې قدم په قدم به د دوه اړخیزو اړیکو بهبود لپاره عملي اقدامات کوي. متقي صاحب د بریطانیا د بشري مرستو له امله مننه وکړه او ټینګار یې وکړ چې د افغانستان د خلکو د هوساينې او پرمختګ لپاره باید په زیربینایی پروژو تمرکز وشي. همدا راز یې د بریطانیا د وروستي موقف هرکلی وکړ چې په افغانستان کې به د کومې جنګي مخالفې ډلې ملاتړ نه کوي. دواړو لوریو د دوه اړخیزو اړیکو په پراختیا او مثبت تعامل ټينګار وکړ.