۱۵ شَوَّال ۱۴۴۵

نن د ا. ا. ا. د بهرنيو چارو وزير مولوي امير خان متقي د چين ولسي جمهوريت د بهرنيو چارو له وزیر وانګ يي سره ټيليفوني خبرې وکړې.

په پيل کې ښاغلي وانګ يي په هېواد کې د وروستۍ زلزلې له امله د خپلې خواخوږۍ او غمشریکۍ مراتب وړاندې کړل او ژمنه يې وکړه چې په نژدې راتلونکي کې به د چين بشري مرستې افغانستان ته ورسېږي. د بهرنيو چارو وزير له خپل چينايي سياله مننه وکړه او زلزله‌ځپلو هېوادوالو ته د مرستې رسونې په باب يې معلومات ورکړل. متقي صاحب وويل، ا. ا. پر وخت زلزله‌ځپلو ته خواړه او لومړني دارو درمل رسولي او اوس بېړنۍ اړتيا سرپناه ده، تر څو د اغېزمنو کورونه ورغول شي. دواړو لوريو پر دوو اړخيزو سياسي اړيکو هم خبرې وکړې. ښاغلي وانګ يي وويل، چې هېواد يې پر افغانستان له لګېدليو بندیزونو سره مخالف دی. ده همداراز وويل، چې افغان سفارت په بيجينګ کې ښه فعاليت کوي او د دواړو هېوادونو په اړيکو کې ښه رول لوبوي. د چين د بهرنيو چارو وزير همداراز وويل، چې نژدې راتلونکي کې به افغان سوداګرو ته د ويزو د ورکړې لړۍ پيل کړي او چينايي پوهنتونونو کې افغان محصلينو ته به هم چين ته د بېرته ګرځېدو زمينه برابره کړي. همداراز يې ژمنه وکړه چې د چين او افغانستان ترمنځ به هوايي ليکه هم بېرته ژر فعاله شي. متقي صاحب د افغانستان په اړه د چين د مثبت سياست هرکلی وکړ او هيله يې څرګنده کړه چې دغه ګامونه به د افغانستان او چين ترمنځ هوايي او ځمکنۍ سوداګري ته هم وده ورکړي، په ځانګړي ډول چين ته د افغانستان د وچو مېوو د لېږد په برخه کې.