۱۸ رَمَضَان ۱۴۴۵

‏نن د ا.ا.ا د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر مولوي امیر خان متقي سره د برتانيی سفير هيوګي شارتر او مل پلاوي وکتل.

په دغه کتنه کې ښاغلي شارتر کابل ته په راتګ خوښي څرګنده کړه او له نوي حکومت سره د راغلي مثبت بدلون په تړاو یې وویل چې جنګ ختم شوی، امنیت تأمین شوی، وضعیت عادي دی، بشري ‏مرستې په ښه ډول رسیږي او تعلیمي مراکز خلاص شوي دي.
او زیاته یې کړه چې د برېتانیې هیواد صدر اعظم راته هدایت کړی چې د افغانستان له نوي حکومت سره مو تعامل زیات شي، په تعاملاتو او بشري مرستو کې به زیاتوالی رامنځته کړو، د بشري او بانکي سکتور د ودې لپاره یې د ځانګړو کړو مرستو یادونه ‏هم وکړه.
متقي صاحب وویل؛ د افغانستان نوی حکومت د برېتانیې د بشري مرستو او په تعلیمي برخو کې د همکاریو هرکلی کوي.
برتانوي پلاوي وویل؛ موږ هم غواړو او په نړیوالو هم غږ کوو چې د افغانستان د اقتصادي پرمختګ لپاره دي همکارۍ وکړي او له نوي حکومت څخه هم غوښتنه کوو چې د اقتصادي ودې په ‏موخه دي پلان جوړ او د پانګونې لپاره فرصتونه برابر کړي.
دغه راز یاد پلاوي په افغانستان کې د بهرنیو ډلو د شتون په تړاو یادونه وکړه چي کوم فعالیت ونه لري.
د بهرنیو چارو وزیر د دوی د اندېښنو په اړه وویل؛ موږ تعهد کړی چې د افغانستان خاوره به د هیڅ هیواد په زیان نه استعمالیږي او نه هم ‏دلته داسي چاته د فعالیت اجازه ورکوو.
متقي صاحب د دوی اندېښنو ته په اشاره وویل ځیني غرضي رسنۍ هڅه کوي په نوي حکومت بې بنسټه تورونه ولګوي تر څو د نړیوالو اعتماد وننګوي او بې باوري رامنځته کړي.
د لیدنې په پای کې هوکړه وشوه چې په دغه ډول تفاهمي ناستو او روابطو کې به پراخوالی راولي.