۱۸ رَمَضَان ۱۴۴۵

نن د ا.ا.ا د بهرنیو چارو له سیاسي معین محترم الحاج شیر محمد عباس ستانکزي سره د ترکیې سفیر ښاغلي جهاد ایرګین آی وکتل.

په دې کتنه کې د دواړو هیوادونو تر مينځ په دوه اړخیزو ژورو تاریخي اړیکو خبرې وشوې او د لا پیاوړتیا لپاره یې هیله وښودل شوه.د ترکيې سفیر د ښه امنیت ستاینه وکړه او د بشري همکاریو په تړاو یې ډاډ څرګند کړ. ستانکزي صاحب د دوئ له همکاریو مننه وکړه او ډاډ یې ورکړ چې هر راز همکاري به کوو او د مسلمان ملت په توګه به یوموټی پاتې کیږو.