۱۸ رَمَضَان ۱۴۴۵

نن د بهرنيو چارو وزارت مرمرينه ماڼۍ کې د افغانستان د خصوصي پوهنتونونو استاذانو، نخبه‌ګانو او قومي مشرانو سره ګډه ناسته ترسره شوه.

د غونډي موخه د اکاډميک کهول او اسلامي امارت تر منځ سلا مشورې، د نظرياتو شريکول او نږدېوالی پياوړي کول وو. د غونډې پيل د قرآن الکريم په څو مبارکو ايتونو وشو ورپسې د بهرنيو چارو وزير مولوي امیرخان متقي راغليو مېلمنو ته تر ښه راغلاست ویلو وروسته نوبت ورکړ چې هر يوه پوهاند ګل‌رحمن قاضي، استاذ محمد زمان مزمل ، استاد عبدالبر، ډاکټر احمدالله صافي، ښاغلي مرويس کوچي، ډاکټر عزيزالله امين،ډاکټر عبدالعلي محمدي او حاجي ديدار په خپل نوبت خبرې وکړې او سپارښتنې يې وکړې چې نوی حکومت د تيرې ادارې تيروتنې تکرار نه کړي، ديني او عصري علوم سره یو ځای کړي، د ښځو حقونو ته رسيدګي وکړي، د ښې حکومتولۍ ميکانيزمونو څخه استفاده وکړي، د رسميت پيژندنې لپاره ګامونه ګړندي کړي،په حکومتولي کې له علمي کادرونو څخه استفاده زیاته شي او پرې يې نږدي چې هيواد پرېږدي. د پوهنتونونو استادانو ټينګار وکړ چې نوی حکومت دي د پوهنتونونو د ظرفيت لوړولو او پراختيا ته خاصه توجه وکړي. دوی همداراز ټينګار درلود چې په عموم کې د شته امنيتي فرصت څخه په ښه استفاده د هيوادپرمختګ لپاره موثر ګامونه واخستل شي. د بهرنيو چارو وزير او معينانو متقي صاحب، ستانکزي صاحب او فضیل صاحب د راغلو مېلمنو خبرو ته په ځواب کې وويل چې اسلامي امارت د دوی مشورو ته په درنه سترګه ګوري او اطمينان يې ورکړ چې په دا تيرو لسو مياشتو کې ښه پرمختګونه شوي او په کومو برخو کې چې نیمګړتیاوي موجودي دي د مشرانو او اړونده مسوولینو توجه به ورته را واړوي. په پای کې ټولو هوکړه وکړه چې داسې غونډو ته به دوام ورکوي ترڅو د هيواد د علمي کادرونو او پوهانو له مشورو څخه ښه استفاده وشي.