۱۸ رَمَضَان ۱۴۴۵

نن د بهرنیو چارو له وزیر مولوي امیرخان متقي سره په کابل کې د ترکيې سفیر جهاد ارګینای وکتل او د دوه اړخیزو اړیکو په پياوړتيا یې خبرې وکړې

ښاغلي ارګینای وویل چې د افغانستان – ترکیې اړېکې مثبت اړخ ته روانې دي، ترکیې په لوړه کچه بشري مرستې کړي او دوام به ورکړي، اوزیاته یې کړه چې خپل تجاران هڅه وو چې په افغانستان کې پانګونه وکړي او په دې لټه کې یو چې څنګه اړیکې نورې هم پراخې کړو. محترم متقي صاحب د ترکيې د بشري مرستو مننه وکړه، ډاډ یې ورکړ چې اسلامي امارت به د ترکي تجارانو لپاره لازم تسهیلات برابر کړي او زیاته یې کړه چې د افغان- ترک حکومتونو مثبتې اړیکې د دواړوهیوادونو په ګټه دي. همداراز په ناسته کې دواړو اړخونو یو له بل سره په سیاسي موضوعاتو هم نظریات شریک کړل او د دوه اړخیزې همکاري په دوام ټینګار وشو.