۱۰ شَوَّال ۱۴۴۵

نن د بهرنیو چارو وزارت له سیاسي معین الحاج شیر محمد عباس ستانکزي سره په کابل کې د چین هیواد شارژدافير ښاغلي دينګ ينان وکتل

په ناسته کې د افغان-چین په ژورو تاريخي اړیکو، ښه ګاونډیټوب، دوه اړخیزو همکاریو او نیمه پاتي پروژو د بیا پیل په باب مثبتې خبرې وشوې. محترم ستانکزي صاحب له چین هیواد څخه د دوی د شارژدافیر په توسط په نورستان کې د لګیدلې اور د کابوکولو او وژنې لپاره د عاجلو مرستو غوښتنه وکړه. په ځواب کې ښاغلي ينان وویل چې غوښتنه به یې سمدستي له خپل حکومت سره شریکه او تر لومړني ارزونې وروسته لازم اقدامات ترسره شي. دغه راز د ښاغلي ينان زیاته کړه چې حکومت یې چمتووالی لري په افغانستان کې پروژې پیل او له همدې لارې له افغانستان سره همکارۍ پيواړې کړي.