۱۶ رَمَضَان ۱۴۴۵

نن د بهرنیو چارو وزارت له سیاسي معین محترم الحاج شیرمحمد عباس ستانګزي صاحب سره د یوناما مشرې اغلې ډېبورالاینز وکتل.

په دې کتنه کې د یوناما مشرې د امنیت په تړاو ډاډ څرکند کړ، ویې ویل ټول دفترونه یې خلاص کړي، خارجي او داخلي همکاران یې په کار بوخت کړي، غواړي خپل فعالیت نور هم پراخ کړي او هڅه کوي چې د افغانستان کنګل شوې پیسې راخوشي شي او نړیوال خپل سفارتونه بېرته پرانیزي. ستانګزي صاحب د دوی له هڅو مننه وکړه، د تعلیمي برخې په اړه یې ډاډ ورکړ او غوښتنه یې وکړه چې د معلیمینو د معاشاتو د اجراء په تړاو دې همکاري وکړي.