۱۵ شَوَّال ۱۴۴۵

نن د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي سره په کابل کې د روسیې سفیر ښاغلي دیمیتري زاروف او ورسره مل پلاوي وکتل.

د روسیې سفیر وویل چې هېواد يې غواړي په افغانستان کې خپل ډیپلوماتیک ماموریت لا پیاوړی کړي او افغانستان ته ځانګړې توجه وکړي. دغه راز سفیر زیاته کړه چې روسيه غواړي له افغانانو سره په ښوونیزه برخه کې د ظرفیت لوړونې په پار همکارۍ وکړي. د بهرنیو چارو وزیر د روسیې له سفیر څخه مننه وکړه چې حکومت یې په روسیه کې له افغان سفارت او ديپلوماتانو سره لازمې همکارۍ کړي چې د دواړو هیوادونو تر منځ د مسایلو په اړوند به مثبتې پایلي ولري. محترم متقي صاحب وویل روسیه کولای شي چي د خپلو تولیداتو او صاداراتو د ټرانزیټ لپاره د افغانستان له لاري استفاده وکړي. د ناستې په پای کې دواړو غاړو یو بل ته د لازیاتو همکاریو ډاډ ورکړ.