محترم متقي صاحب وويل چې په تيرو لسو مياشتو کې افغانستان په ډېرو برخو لکه ښه حکومتولي، ښه ګاونډيتوب، اقتصاد، صادرات او امنيت کې فوقالعاده پرمختګونه لرلي او د يو لړ پاته مشکلاتو د حل لپاره هم جدي هڅې روانې دي. ښاغلي مسند خوشحالي څرګنده کړه چې افغانستان کې اوس امنيت تامين شوی او مستقلې فيصلې کوي چې موږ ته د يو ستراتيژيک ملګري په توګه دا پرمختګ ډېر مهم دی. همداراز يې زياته کړه چې د قطر د امير لخوا له دې پيغام سره راغلی چې د قطر-افغانستان ښه اړيکې يو اوږده سابقه لري او دا اړيکې به په راتلونکې کې هم همداسې قوي پاته شي. متقي صاحب ددوی د امير د دوستي د دوام پيغام څخه مننه وکړه او هغه موارد يې هم روښانه کړل په کوم کې چې قطر له افغانستان سره مرسته کولای شي لکه د سياسي او دپلوماتيک ملاتړ، پانګونه، اقتصادي پياوړتيا، بشري مرستې او د مخدره موادو ضد مبارزه.