۰۹ شَوَّال ۱۴۴۵

نن د م. م. د بشري حقونو د شوری ځانګړي راپور ورکونکي ريچارډ بنيټ د ا. ا. ا. د بهرنيو چارو وزير محترم مولوي امیر خان متقي سره وکتل.

ښاغلي بنيټ مننه وکړه چې د امارت لوړپوړو چارواکو سره ورته د ليدو کتو زمينه برابره شوې، ښه کوربتوب يې شوی، معلومات ورسره شريک شوي او ټولو کارو ته يې د لاسرسي زمينه برابره شوې. ده زياته کړه چې خپل راپور کې به ټول اړخونه راولي. متقي صاحب له ښاغلي بنيټ وغوښتل چې پخپل راپور کې دي د افغانستان د وضعيت رښتينی انځور وړاندې کړي او اوسنی وضعيت له تېر سره پرتله کړي ترڅو رامنځ ته شوی مثبت توپير په ګوته شي. په پای کې ښاغلي بنيټ وويل هڅه به وکړي چې راتلونکې کې خپل معلومات کره کړي.