۰۹ شَوَّال ۱۴۴۵

‏نن سهار د ترکيې په آنتالیا ښار کي د افغانستان اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزير مولوي امير خان متقي د امريکا د ځانګړي استازي ټام ويسټ او ورسره مل هيئت سره دوه اړخيزه ناسته وکړه.

په غونډه کي د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزير ملا خيرالله خيرخواه هم ګډون درلود.
دواړو اړخونو د ‏افغانستان د روان سياسي او اقتصادي وضعيت په اړه تفصيلي خبري وکړې.
افغانستان او امريکا دواړو لوريو توافق وکړ چي د افغانستان د مرکزي بانک 3.5 مليارده ډالر چي د امريکا د محکمي له دعوې څخه ازادي شوي دي، په هيڅ صورت به د مرستو په توګه خیریه موسسو ته نه ورکول کيږي.
د افغانستان لوري ‏ټينګار وکړ چي همدا دري نیم ملیارده او هغه نوري پاته دري نیم میلیارده ټولي دي ازادي او د افغانستان بانک په اختیار کی ورکړل شی ځکه د افغانستان ټولي بهرنۍ شتمنۍ د افغانستان د ملت حق دي او يوازي هغوي حق لري چي په اړه يې پريکړه وکړي.
متقي صاحب ورته واضح کړه چي د افغانستان په شتمنیو ‏کي هر ډول تصرف به د دواړو هیوادو په اړېکو ناوړه اغیزه وکړي.
همدارنګه په دې کتنه کي په راتلونکي کي په اړونده موضوعاتو د بحث لپاره د لیدو کتو هوکړه وشوه.