۰۶ شَوَّال ۱۴۴۵

نن له غرمې مخکې د ا. ا. ا. د بهرنیو چارو وزیر محترم مولوي امیر خان متقي د ازبکستان جمهوریت د لومړي وزیر مرستیال او د پانګونې او بهرنۍ سوداګرۍ وزیر محترم سردار عمرزاکوف سره ویډیويي مجلس ترسره کړ.

په دې پرلیکه مجلس کې دواړو لوریو د افغانستان او ازبکستان ترمنځ پر سوداګرۍ، ټرانسپورټ، ټرانزیټ، ترمذ-مزارشریف-کابل-پېښور رېل پټلۍ او د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاریو د لارنقشې پر نهايي کولو خبرې وکړې. د بهرنیو چارو وزیر وویل، چې د منځنۍ اسیا ټول هېوادونه او په ځانګړې توګه ازبکستان د افغانستان په بهرني سیاست کې مهم ځای لري او افغانستان هڅه کوي چې ټولو سره په لوړه کچه همکارۍ رامنځ ته کړي. د ازبکستان د لومړي وزير مرستيال وويل، چې هېواد يې چمتو دی چې د ترمذ-مزارشريف-کابل-پېښور د پټلۍ نهايي ناسته راوبولي خو په سيمه کې وروستيو تحولاتو دا چاره وځنډوله. متقي صاحب وویل چې د افغانستان اړوندو وزارتونو ترمنځ د رېل پټلۍ د نقشې پر نهايي کولو کار دوام لري او ژر به یې وروستۍ بڼه اوزبک لوري سره شریکه شي. ښاغلي عمرزاکوف د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د همکاريو د لارنقشې په اړه د وروستيو پرمختګونو هرکلی وکړ او ټينګار يې وکړ چې په لنډ وخت کې وروستۍ شي. د بهرنیو چارو وزیر هم د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د همکاریو د لارنقشې په باب د مذاکراتو پر دوام ټینګار وکړ تر څو نهايي شي. په پای کې دواړو لوریو ټینګار وکړ چې هم د همکاریو لارنقشه او هم د رېل پټلۍ نقشه په نژدې راتلونکي کې نهايي شي.