۱۷ رَمَضَان ۱۴۴۵

نن مولوي رحمت‌الحق فُضَیل د بهرنیو چارو وزارت کارمندانو ته رسماً د مالي او اداري معین په توګه وروپېژندل شو. ښاغلی فُضَیل تېره اوونۍ د عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ هبةالله اخوندزاده صاحب په حکم د ا. ا. د بهرنیو چارو وزارت د مالي او اداري معین په توګه وټاکل شو.

د ښاغلي رحمت‌الحق فضیل د پېژندنې په غونډه کې د بهرنیو چارو وزیر، مولوي امیر خان متقي، سیاسي معین الحاج شیر محمد عباس ستانکزي او د بهرنیو چارو وزارت ګڼو رئیسانو او کارمندانو ګډون کړی و.