۰۸ شَوَّال ۱۴۴۵

هغه یو شمېر افغان وګړي چې له څه مودې راهیسي د پاکستان پلازمېنه اسلام آباد کې د احتجاج په بڼه را ټول شوي، او غواړې چې بهرنیو هیوادونو ته ولیږدول شي.

له ځینو رسنیو سره په خبرو کې دوی څرګنده کړې چې ګویا افغانستان کې یې ژوند په خطر کې دی. اسلامي امارت یوځل بیا واضح کوي چې افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی هیڅ وګړي ته که هغه له هر ټبر، مذهب او یا سیمې سره تعلق ولري؛ هیڅ ډول تهدید متوجه نه دی. اسلامي امارت د هر هیوادوال د امنیت تضمین خپله دیني او ملي دنده بولي. د یادونې وړ ده چې معترضینو کې ډیری هغه کسان هم شامل دي چی له کلونو راهیسي په پاکستان کې ژوند کوي او اوس له فرصت نه په استفادې ځانونه داسي ښکاره کوي چي ګویا تازه له افغانستان څخه راغلي، خو دوی په دې ډول سره غواړي چې په نورو هیوادونو کې اقتصادي پناه ترلاسه کړي.