۱۵ شَوَّال ۱۴۴۵

پرون د ا. ا. ا. د بهرنيو چارو وزير مولوي امير خان متقي سره په کابل کې د چين سفير ښاغلي وانګ يو وکتل.

دواړو لوريو له زلزله ځپلیو سره په مرستو، پر سياسي مسايلو، د افغانستان او چين ترمنځ پر ګډې سوداګرۍ، بشري مرستو او چين ته د افغان محصلينو د بېرته ګرځېدو په باب هراړخيزې خبرې وکړې. په پيل کې د چین سفير د وروستۍ زلزلې په اړه د بهرنيو چارو وزير ته د هغه د چينايي سيال ښاغلي وانګ يي د خواخوږۍ مراتب وړاندې کړل. همداراز د چين سفير په نژدې راتلونکي کې زلزله ځپلو هېوادوالو سره د خپل هېواد د بشري مرستو خبر هم ورکړ. د بهرنيو چارو وزير د خپل چينايي سيال د خواخوږۍ له پيغام او بشري مرستو مننه وکړه. متقي صاحب له چينايي سفيره وغوښتل چې افغان سوداګرو ته د چين د ويزو د ورکړې لړۍ چټکه کړي. د چين سفير وويل چې افغان سوداګرو ته د ويزو د ورکړې د پيل لپاره په تياريو بوخت دي. دواړو لوريو ژمنه وکړه چې سږ کال چين ته د افغان جلغوزيو د لېږد لړۍ کې هم پاموړ چټکتيا راشي.