۱۷ رَمَضَان ۱۴۴۵

پرون د بهرنیو چارو له وزیر مولوي امیرخان متقي سره په کابل کې د ایران سفیر ښاغلي بهادر امینیان وکتل. په ناسته کې د افغان مهاجرینو، محبوسینو، مخدره توکو، سرحدي مسایلو، دوه اړخیز تجارت او همکاریو په باب خبرې وشوې.

ایراني سفیر په افغانستان کې امنیت او ثبات د سیمې په ګټه وباله او زیاته یې کړه چې هڅه یې داده چې له افغانستان سره د ګډو پولو له لارې د ښه ګاونډیتوب د ساتلو په پار دوه اړخیزه مثبته استفاده وشي. نوموړي چمتوالی وښود چې حکومت یې له افغان بزګرو سره د دزراعت په برخه کې همکاري کوي او د افغاني تولیداتو واردولو ته لومړيتوب ورکوي. متقي صاحب له ایران سره له مثبتو اړیکو او پرمختګونو خوښي وښوده او د لازیاتو همکاریو ډاډ یې ورکړ. د بهرنیو چارو وزیر وویل؛ هڅه کوي چې افغانستان د سیمې په کچه د ټرانزیټ په مرکز بدل شي او په دې لړ کې به د ایران او تاجکستان تر منځ تجارتي اموالو ته د انتقال په برخه کي لازم تسهیلات رامنځته کړي. هوکړه وشوه چې د سرحدي مسایلو د څېړلو او د دوه اړخیزو همکاریو د بهبود په موخه به د افغان حکومت او دایران اسلامي جمهوریت مشترک هیئتونه خپل منځي ناستې کوي تر څو دواړه هیوادونه په بېلا بېلو برخو کي له تجارت او دوه اړخیزو همکاریو څخه ښه استفاده وکړای شي.